انصار: (د وږی ۲۹مه)، پاکستاني چارواکي وایي، پولیسو د پولیو واکسین پر یوې کارکوونکې د ډلهییز تېري یو شکمن کس نیولی دی.
چارواکونیول شوی کس اصلي مشکوک ښودلی دی.
د پاکستاني رسنیو د مالوماتو له مخې پر دې واکسیناتورې تېره اوونۍ درې کسانو هغه وخت تېری وکړ، چې نوموړې د سند ایالت په جیکب اباد سیمه کې کور په کور ګرځېده او ماشومان یې واکسین کول.
پولیس وایي د هغو دوو نورو شکمنوکسانو د نیولو هڅې هم روانې دي.
د یادونې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د سپتمبر په دولسمه په پاکستان کې د واکسیناتورانو پر یوې ډلګۍ وسله وال برید هم شوی وو، چې له امله یې یو واکسیناتور او د هغه ساتونکی وژل شوي وو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33513